د اربعیّن ټکی په قرآن کریم کې د 40 په معنا څلور ځله کارول شوی دی، چې 3مورده ئې له بني اسرائيلو سره په ارتباط کې دي. لومړنی آیت د حضرت موسی علیه السلام او څلویښت شپې د الهي اقدس ذات د خصوصي کتنې په باب ؤ. قرآن کریم په بقره مبارکې سورې کې فرمائي؛ وَإِذْ وَاعَدْنَا مُوسَى أَرْبَعِينَ لَيْلَةً ثُمَّ اتَّخَذْتُمُ الْعِجْلَ مِنْ بَعْدِهِ وَأَنْتُمْ ظَالِمُونَ» (بقره: 51).
په اعراف سورې کې البته بیان شوي دی چې په کوه تور کې مو لومړنۍ دیرش شپې، د وعدې د الهی آیتونو او تورات د نزول لپاره بیلې کړې،خو له دې وورسته د لسو نوروشپو په زیاتیدا سره مو بشپړ کړی: ؛وَوَاعَدْنَا مُوسَى ثَلَاثِينَ لَيْلَةً وَأَتْمَمْنَاهَا بِعَشْرٍ فَتَمَّ مِيقَاتُ رَبِّهِ أَرْبَعِينَ لَيْلَةً وَقَالَ مُوسَى لِأَخِيهِ هَارُونَ اخْلُفْنِي فِي قَوْمِي وَأَصْلِحْ وَلَا تَتَّبِعْ سَبِيلَ الْمُفْسِدِينَ»(اعراف: ۱۴۲).د «وَأَتْمَمْنَاهَا بِعَشْرٍ فَتَمَّ مِيقَاتُ رَبِّهِ أَرْبَعِينَ لَيْلَةً» تعبیر د څلویښتو شپو د پشپړولو په معنا دی.دا مسئله ښئ چې په ټولو څلویښتو شپو کې عبادت ،په ځان پسې خاص اغیزې لري.
البته 40 عدد له الهي عذاب سره په ارتباط کې هم مطرح شوی دی؛ د مثال لپاره ، د حضرت نوح علیه السلام په زمانې کې ،د کفارو د عذاب لپاره،څلویښت ورځې باران وورید یا څلویښت ورځې د لمانځه پشمول د عملونو نه قبلیدا،د ځینو ګناهانو پایلې دی.
په مائدې سورې کې هم راغلی دي چې بنی اسرائیل د فسق و فجور او ګناه مرتکب شوي دي. ددې لپاره چې پاک شي، او غورهوالی پيدا کړي چې ارض مقدص ته لاره ومومي،40 کاله حیران اوسربداله وو؛ قَالَ فَإِنَّهَا مُحَرَّمَةٌ عَلَيْهِمْ أَرْبَعِينَ سَنَةً يَتِيهُونَ فِي الْأَرْضِ فَلَا تَأْسَ عَلَى الْقَوْمِ الْفَاسِقِينَ»(مائده: ۲۶).په حقیقت کې 40 کاله په هغه ټاټوبي کې لالهانده وو څو د خپلو ګناهانو کفاره ورکړي.
https://iqna.ir/en/news/3489502